Hesperian Health Guides

کرونا ویروس — کووید ۱۹




کووید ۱۹ څه شی دی؟

کووید- ۱۹ یو ډول ناروغي ده چي دکرونا ویروس ، ډیر وړوکي میکروب (دمیکروسکوپ پرته دلیدلو وړ ندی) څخه رامنځته کیږي او کولای شي دخلکو منځ کي خپره شي. کووید -۱۹ انفلونزا ته ورته علایمو لامل ګرځي: لکه وچ ټوخی، ساه بندي، تبه، دبدن کمزوری او درد. کووید-۱۹ ترډیره تنفسی سیستم ترخپلي اغیزی لاندی نیسي . که څه هم چي دهغه انتانونه خطرناکه ندي، دا ویروس کولای شي دسینه بغل (دسږو د شدید عفونت) لامل وګرځي اوپه سختوحالاتو کي وژونکی وي.

کرونا ویروس څنګه خپریږي؟

Corona color Page 1-1.png

کرونا ویروس د خولي، پزي او سترګو له لاري ستاسو بدن ته ننوځي او دغه چاره هغه مهال صورت نیسی چي په ویروس ککړ کس تاسوته نژدي ساه وکاږي، وټوخيږي اویا پرنچی وکړي اویا دغه کار پرهغه ځای ترسره کړي چي تاسو یی لمس کوی او وروسته خپل لاس په سترګو، پزي او خوله ووهی. زیاتره کسان ۵ ورځي وروسته تر هغه چي ویروس یی بدن ته ننوځي ککړ کیږي، مګر کرونا ویروس کولای شي پرته د اعراضو او د ناروغی د علایمو څخه د ۲ څخه ۱۴ ورځو پوري په بدن کي ژوند وکړي. ځیني کسان په ځانګړي توګه ماشومان کولای شي ویروس واخلي، مګر هیڅکله ناروغ نشي. له دی کبله خلک ممکن پخپل بدن کي دکرونا ویروس ولري مګر دهغه څخه خبر نه وی او ویروس نورو کسانو ته ولیږدوي. کرونا ویروس پرځینو برخو او وسایلو لږترلږه ۳ ورځي او احتمالآ لدي څخه تر زیاتي مودي ژوندی پاته شي اوکولای شي د اړیکي په ذریعه په اسانۍ سره ولیږدول (خپره) شي.

کرونا ویروس کوم کسان ککړوي؟

هرکس کولای شي په کرونا ویروس ککړ شي. که په هغه ککړ او روغ شۍ، لاڅرګنده نده چي بیاځلي په هغه ککړیدای شی کنه. ډیر عمر لرونکي چي تر ۴۵ کاله زیات عمر لري په ځانګړي توګه بوډاګان اوهغه کسان چي مخکي نه ناروغ دي، په خاصه توګه دتنفسی او دبدن دکمزوري معافیتي سیستم لرونکي خلک د کرونا ویروس د ککړتیا د لوړ خطر سره مخ دي او پرهغوی به یی تاثیرات سخت وي.

څنګه کولای شو ځان وقایه کړو؟

اوس مهال دکرونا ویروس لپاره واکسین او کوم ځانګړي درمل شتون نلري. کرونا ویروس په انتی بیوتیکونو او کورنیو درملو له منځه نه ځي . کرونا ویروس یواځي له هغه سره د اړیکو نیولو څخه په ډډه کولو اوپه ځلونو پرمینځولو سره (دهغه دوژلو لپاره) د وقایی وړ دی.

  • په اوبو اوصابون سره په بیابیا ځلی دلاسونو پرمینځل اویا د ویروس ضد الکولي موادو څخه استفاده کول:
    • د ۲۰ ثانیو لپاره لاسونه، دلاسونو بندونه او دلیچو کشتنۍ برخي ښه په صابون او اوبو پرمینځئ او ډاډمن شئ چي دنوکانو لاندي برخي هم پاکي شویدي.
    • تل کورته دبیرته راتګ، بیت الخلا ته دتګ وروسته، د ډوډۍ تر خوړلو مخکي، او وروسته تر ټوخي، پرنچي اویا پزه کي دګوتو وهلو، خپل لاسونه په هماغه ډول چي وویل شو په اوبو اوصابون سره پرمینځئ.
    • دلاسونو ترپریمنځلو وړاندي پر مخ (خوله ، پزه او سترګو) دلاس وهلو څخه ډډه وکړئ.
  • بیلابلي برخي (د دروازو دستګیرونه، دپخلنخي کاري ځایونه میزونه او غیره ) چي ممکن دهغه سره په کرونا ویروس ککړ کس اړیکه نیولي وي ، د وایتکس اویا دعفوني ضد الکولی موادو څخه په ګټي اخستني سره پاکی کړئ:
    • الکول: ایزو پروپایل الکول په ۷۰ سلنه غلظت سره دکرونا ویروس ژر له منځه وړي. له هغه څخه دبیلابیلو برخو ، د دروازي د دستګیرونو، وسایلو او دپخلنځي دمیزونو لپاره استفاده وکړئ. د۶۰ څخه تر ۷۰ سلني دهغه محلول غوره دی. دهغه د۱۰۰ سلني محلول څخه استفاده مکوئ ځکه د ویروس د وژلو لپاره اوبوته هم اړتیا شته. که ۱۰۰ سلنه الکول لری هغه ته د ۱ ګلاس اوبو په تناسب ۲ ګلاسه الکول ور واچوئ. لمړی دپاکولو وړ ځایونه په اوبو اوصابون پریمنځئ، وروسته هغه د الکولو په محلول پاک کړئ اوپریږدی چي وچ شي.
    • د وایتکس یا دسپینوؤکی مایعو محلول: سپینووکي (وایتکس) محلول معمولا د ۵ سلني محلول په شکل وي.هغه ته اوبه ور ډیري کړئ (اوبه ګرمي نه وي) ترڅو نرۍ شي. دځایونو دغولو اولویو برخو دپرمینځلو لپاره دوه ګلاسه سپینووکي مایع (وایتکس) د ۵ ګیلن اوبو (۵۰۰ ملی لیتره واتیکس یا بلیچ د۲۰ لیټره اوبو) سره ګډ شي. دلږ مقدار محلول دجوړولو لپاره، د ډوډۍ خوړلو ۳ کاچوغي واتیکس د ۴ ګیلاس اوبو (۵۰ ملی لیتره واتیکس مایع د ۱ لیتر اوبو) سره استفاده کړئ. لمړی ځایونه په اوبو او صابون سره پریمینځئ، وروسته هغه په سپینووکي (واتیکس) مایع پاک کړئ اوپریږدی چي وچ شي.
  • هغه شیان چي ځیني ډیره استفاده کیږي په بیابیا ځلي په عفوني ضد موادو پاک کړئ.
  • دامکان ترحده جامي په صابون او ګرمو اوبو پریمنځئ. که ستاسو دجامو مینځلو ماشین دلمړنيو اوبو دبدلولو وسیله لري ورڅخه استفاده وکړئ. که جامي په لاس پرینځۍ، د ډیر صابون څخه استفاده وکړئ ، جامی ښي وموږئ اولمرته یی وغوړوئ ترڅو وچي شي.
  • دخپل خوندیتوب لپاره ماسک ولګوئ: که ناروغ یاست له ماسک څخه استفاده وکړئ ترڅو نوروته د ویروس دخپریدو لامل ونګرځۍ. که ناروغ نه یاست، ترډیره دماسک لګولوته اړتیا نه لرۍ . هرکله چي روغ یاست اوپه کرونا ویروس دیوه مشکوک مریض څخه ساتنه کوی یو N95 ماسک تاسی تر عادی ماسکونو ترډیره خوندی ساتلی شي.
    • دماسک څخه دمناسبي استفادي پخاطر خپل لاسونه په اوبو اوصابون اویا دالکول لرونکي عفوني ضد مایعو پریمینځئ او وروسته خپله خوله اوپوزه په ماسک وپوښئ. ډاډمن شئ چي ستاسو دجلد اوماسک ترمنځ فاصله شتون ونه لري.
    • دماسک څخه داستفادي پرمهال پرهغه لاس مه وهئ او که لمد (مرطوب) شوی وي هغه په نوي ماسک بدل کړئ.
    • دماسک دلیري کولو لپاره دغوږونو یا دسر شاته برخوکي دهغو دپلاستیکي تارونو څخه ونیسئ (ستاسو لاس دماسک سره ونه نښلي) هغه سرپوښ داره کثافت دانۍ ته وغورځوئ او خپل لاسونه په اوبو اوصابون سره پریمینځئ.
    • دماسک څخه دوهم ځل استفاده مکوئ. که د N95 ماسک څخه په استفادي مجبوریاست، هغه په داش کي دسانتیګراد په ۷۲ درجه کي د۳۰ دقیقو لپاره کښیږدي ترڅو دعفونت پاک شي. اویا که چیري لږترلږه ۵ داني دغه ډول ماسکونه ولری ، هریو دهغوڅخه په جلا کڅوړه کي کښیږدئ او دهریوه څخه يي یوه ورځ استفاده وکړئ، ترڅو هر ۵ ورځي وروسته دیوه ماسک داستفادي نوبت ورسیږي.
    • که دناروغو کسانو سره بوختیا لری، دماسک پرځای دعادي ټوکر څخه استفاده مکوئ، ځکه عادي ټوکر ستاسو دساه اخستني سره لمدیږي اودباندي څخه ستاسو بدن ته دویروس دقطراتو لیږد آسانه کوي.
  • دنورو دخودیتوب لپاره ماسک وکاروئ. ځکه ممکنه ده یوکس پرته له دي چي پوه شي په ویروس ککړ وي، په عامه ځایونو کي دیوه عادي ټوکرایز ماسک اغوستل کولای شي دنورو دککړولو څخه مخنیوي وکړي، هرکله ټول دهغه څخه استفاده وکړي. له واکسین پرته دکرونا ویروس د خپرویدو څخه مخنیوي دټولني دخوندیتوب یواځنی لارده . دماسک څخه په استفادي سربیره باید لاسونه بیابیاځلي پریمينځئ او دنوروڅخه د۲ متري فاصله خوندي وساتئ، ځکه ستاسو ماسک ستاسو ګاوند خوندي ساتي نه خپله تاسي.
  • خپلي روغتیا ته پاملرنه وکړئ. که وچ ټوخی لری، تنفسی ستونزه لری دتبی سره یوځای په ټټرکي د درد اوفشار احساس لری، لمړی له نژدي ډاکټر اویا درکړل شوي شمیري (په افغانستان کي ۱۶۶شمیري) سره اړیکه ونیسئ اودڅرنګوالی او درملني دځای په هکله دهغوي په لارښودنو عمل وکړئ. له هغه ځایه چي دکووید-۱۹ ترټولو خطر لرونکی حالت د تنفس کمزورتیا (سختی تنفسي ستونزي ) دي، د خطرناکو واقعاتو درملنه به اکسجین او دمصنوعی تنفس دماشین (ونتلاتور)څخه ګټه اخستنه وي چي یواځي روغتیایی مرکزونه دغه آسانتیاوي لري.