Hesperian Health Guides

دکرونا ویروس دخپریدو پرمهال روغ پاته کیدل



په ډیرو ناروغیوکي په هماغه کچه چي روغ اوځواکمن ووسی، ستاسو دبدن دفاعی سیستم ښه کار کوي اوپه غوره توګه کولای شی دناروغیو په وړاندي جګړه وکړئ اویا دککړیدو په صورت کي ژر روغتیا ترلاسه کړئ.

دکوویډ-۱۹ او نورو نارغیو په وړاندي خپل بدن ځواکمن کړئ

New covid well-1.png
  • · سالم خواړه وخورئ، دپروټین په شمول په ځانګړي توګه غوړ لرونکي کب، دغه راز میوي اوترکاري . له هغو خوړو څخه ګټه واخلئ چي ستاسو دبدن دفاعی سیټسم ځواکمنوي لکه اوږه، زنجفیل او کورکمن.
  • · هغه کسان چي دپوست روښانه رنګ لري، په ورځ کي ۱۵ دقیقي دلمر وړانګوته اوسیدل ورسره مرسته کوي چي دبدن داړتیا وړ ویټامین D بشپړ شي، چي دنارغیو سره په مبارزه کي مرسته کوي. دخړپوست د درلودلوپه صورت کي اوهمدارنګه دعمر په ډیروید سره ، ترډیره پوري دلمر وړانګوته د اوسیدلو اړتیا شته.
  • · په ورځني توګه تقریباٌ ۲ لیټره اوبه، چای، یخني اویا نور روغتیایی څښاک وڅښئ.
  • · په کافي اندازه خوب وکړئ – ۷ یا ۸ ساعته په شپه او ورځ کي.
  • · خپل لاسونه بیا بیا ځلي ومینځئ،په ځانګړي توګه دخوړو دتیارولو اویا خوړلو مخکي او تشناب ته تر تلو وروسته.
  • a man playing the guitar and singing.
  • · ورځنی تمرینونه، پلی تګ، منډه، ورزشي حرکتونه، یوګا اویا تایچي او تنفسی تمرینونه ترسره کړئ. هغه تمرینونه چي ستاسو زړه او سږي ځواکمنوي لکه لوړختل اومنډه مرسته کوي ترڅو ستاسو بدن د دسږو دانتانونوسره ښه مقابله وکړي. دسږو بل ډول تمرین او دروحیی اوچت ساتل په لوړ ژغ سندره ویل اویا قرائت کول دي.
  • · الکول مه څښئ، شراب یا الکول دبدن دفاعی ځواک کمزوری کوي.
  • · سګریټ مه څکوي او هغه ځای ته چي سګريټ او قیلون پکښي څکول کیږي مه ځئ. دسګريټو دود ستاسو سږوته چی دکرونا ویروس دحملی سره مخامخ دی زیان رسوي.

خپل رواني او عاطفی روغتیا ځواکمن کړئ ترڅوښه احساس ولرئ

په کورکي اوسیدل او دکورڅخه دباندي کسانو سره اړیکه نلرل دناروغی سره دمبارزی په برخه کي داهمیت وړ دی مګر کولای شي ددی لامل وګرځي چي ديواځيتوب،غم اوانديښنه پیداکړی.

  • · دخپل ژوند دمثبتو اړخونو درناوی وکړئ. دخپلي کورنۍ ، ستاسو دعلاقی وړ ملګرو، دهغي ځمکي په هکله چي تاسو تغذیه کوي، دخپل شاوخوا چاپیریال، دهغه کس چي ستاسو مرسته کوي، دهغو کسانو په هکله چي ستاسو سره عبادت کوي اویا بل هرشی چي تاسو خوشحالوي دهغه په هکله فکر وکړئ.
  • Alt= a woman making a telephone call
  • · که دناراحتی احساس لرۍ ، دټیليفون په ذریعه اویا د۲ متر(۶ فوټه) واټن په خوندیتوب سره دخپلي کورنۍ دغړو او ملګرو سره خبري وکړئ اوخبل احساس له هغوی سره شریک کړئ. مګر دډیري ګڼي ګوڼي او ټولنیزو سیموڅخه ډډه وکړئ . دخلکو سره د اړیکو نیولو پرته او د واټن په پام کي نیولو سره احوال پوښتنه وکړئ.
  • · کوم شی چمتو کړئ – رسم یا موزیک اویا داسی شی چی وایی غوندۍ یایی وخورئ.
  • · دنوروکسانوسره مرسته وکړئ،په ځانګړي توګه دماشومانو سره او دهغو سره چي په ستونزمن حالت کي شتون لري.

دکرونا په وړاندي دخپلي ټولني ځواک تقویه

Alt= هغه میرمن چي دسیمه ایزی دستشوی څخه په ګټي اخستني خپل لاسونه مینځي
بوتل له اوبوڅخه ډک وساتئ
داوبو بوتل اوصابون دځوړندولو میله
ستني کولای شي دیوال شي
صابون اوپړی
دابو دپاشلو دمخنیوي لپاره دجغل ریګ
لرګین میخ تر پایډله پوري دابو دتیولو څخه وساتئ
لرګین پایډل چي دبوتل دسرپوش سره تړل شوی

عامه ناروغی دیوټولني ټول وګړي متاثره کوي. پداسی حال کي چي هره کورنۍ باید خپله ساتنه وکړي اوهڅه وکړي ترڅو خوندي پاته شي، موږ نشو کولای یو دبل څخه دساتني پرته د کرونا ویروس شاته پریږدو. په ټولنه اوځپلو سیموکي دنورو سره کار وکړئ ترڅو کي ټول خلک:

  • دخوراک لپاره په کافی اندازه خواړه ولري. دخوړو ټولونه ترڅو دمرستي وړ کسانو سره ګډ شي. خوراکی مواد په شاړوځمکو کي وکرل شي.ټولو خلکوته رسیدنه وشي ترڅو دمرستي وړ کسان وپيژندل شي.
  • دڅښلو روغتیایی اوبوته لاس رسی ولري اویا د ابو دروغتیایی کولو امکانات ولري.
  • کولای شي په عامه ځایونوکي خپل لاسونه ومینځی. ځایی دستشوی له اوبو اوصابون سره چمتو کړئ.
  • چي خوندي ووسیږي، بی سرپرسته ماشومان اوبډاګان ، هغه چي دناوړي استفادی او تاوتریخوالي سره مخ شوی او مرستی ته اړتیا لري. مور اوپلار او هغه کسان چي خپله غوسه په نورو سړوي مرستي ته اړتیا لري.
  • New covid well-5.png
  • دخبرو کولو لپاره څوک ولرئ. دهغو کسانو لیدنه وکړئ چي یواځي ژوند کوي اودټولنیز واټن په خوندیتوب سره دهغوي سره خبري وکړئ.
  • پوه شئ چي کوویډ-۱۹ څه شی دی، څه ډول يي مخنیوی کیږي اوپه کرونا ناروغی دککړوکسانو څنګه ساتنه وشي.

ټولو روغتیایی ستونزو ته پاملرنه- نه یواځي کوویډ-۱۹

که څه هم چي کوویډ-۱۹ یو بیړنی حالت دی ، مګر پدي معنی باید نه وی چي خلک دنورو روغتیایی خوندیتوبونوڅخه بی برخي شي. دلاسته راوړنو ډک روغتیایی خدمتونه، دحاملګی څخه مخنیوی او دحاملګی په وخت کي روغتیای خوندیتوب بیاهم اړین دي. دمزمنو ناروغیو په مشوره اودرملنه کي لکه نری رنځ، اچ آی وي، شکره (دیابت) اونوروحالاتوکي نباید ځنډ رامنځته شي، ځکه د روغتیایی ستونزو حتی دمرګ لامل کیدلای شي. ماشومان واکسیناسیون ته اړتیا لري او میچر دانیو او دملاریا ضد درملو ویش په هغو سیموکي چي ورته اړتیا ده باید دوام ولري. ددغه خدمتونو وړاندي کول کیدلای شي په بیلابیلو لارو دټیلیفون یا پیغام له طریقه ترسره شي. ددرملو انتقال اوتدارک کلنیک ته دناروغانو دراتګ دمخنیوي په پار دکورنیو په کچه ترسره شي.



This page was updated:05 جنوري 2024